اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او روس د ملګرو ملتونو او شنګھائي مرستې تنظيم پشمول په ګڼ اړخيزه فورمونو مرسته او تجارت، صنعت، توان، سيمه ايز روابط، سائنس، ټيکنالوجي او د تعليم په څانګو كښې ګټورو خبرو اترو او مرستې ته ودې وركولو ته اتفاق كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو 23مې غونډې په موقع د جمهوريه روس وزيراعظم ميخائل مشوستنکي سره د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وليدل ٬ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه مرستې په ټولو څانګو د خيالاتو څرګندونه وكړه او د تېرو دوه لسيزو په مهال د پاکستان او روسيه ترمېنځه د اړيكو په مثبت سمت يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دوي د تجارت، صنعت، توان، سيمه ايزو روابطو، سائنس، ټيکنالوجي او د تعليم په څانګو كښې قوي مذاكرات او مرستې ته ودې وركولو لپاره اتفاق وكړو ۔ وزيراعظم شهباز شريف د ماسكو خپلې دورې هم ذكر وكړو كومه چې د دوي د يو هېواد وړومبۍ دوره وه ۔ وزيراعظم د خپلې دورې ياډګېرنې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو مضبوطيا لپاره خپله خوښي څرګنده ښكاره كړه٬ وزيراعظم د روسيه سره دوه اړخيزه سياسي، اقتصادي او دفاعي خبرې ګړندۍ كولو له د پاكستان د خواهش پخلے هم وكړو۔ دواړو مشرانو د ملګرو ملتونو او شنګھائي مرستې تنظيم پشمول په ګڼ اړخيزه فورمونو مرسته دوامداره ساتلو ته هم اتفاق وكړو۔ وزيراعظم په برکس كښې پاکستان لپاره په مرسته د روسيه د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده سږ كال په جولائي كښې آستانه كښې صدر ولاديمير پيوټن سره د نتيجې وړ خپل ملاقات ذكر هم وكړو د كوم په مهال چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا قوي كولو ته صلاح يوه شوې وه۔ وزيراعظم د پاکستان او روسيه ترمېنځه د مواصلاتي روابطو ودې لپاره د نېغ په نېغه پروازونو په اهميت زور راٶړو۔ د روسيه وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو 23مې غونډې لپاره د پاكستان لخوا د غوره انتظامات ستائنه وكړه۔ ده د پاکستان حکومت او اولس لخوا د روسيه د پلاوي په تود هركلي او مېلمستيا هم مننه وكړه ۔ ده په ملاقات كښې د روسيه پاکستان مرستې ته لا ودې وركولو سره نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره خپل خواهش څرګند كړو ۔ په ملاقات كښې دواړو مشرانو د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې ته لا دوې وركولو ته اتفاق وكړو ٬ دواړو مشرانو د اولسي روابطو ودې لپاره روسيه او په اردو ژبه د تدريسي تبادلو او سرمايه كارۍ او د تجارت سهولت لپاره په بينکنګ څانګه كښې مرستې زياتولو ته هم صلاح يوه كړه۔
متعلقہ مضامین
-
NAB to summon Fazlur Rehman in assets beyond means inquiry
-
Man found dead in Karachi identified as retired army officer
-
Former corps commander found dead near Do Darya
-
Energy sector facing severe crises: Imran
-
China’s maize-soybean strip intercropping technology yields results
-
Conspiracies against country, institutions to be foiled: Interior Minister
-
DPO Kasur relinquishes post to attend NIPA course
-
IHC throws out plea seeking ban on Nawaz’s speeches
-
PM Imran expresses displeasure over sedition case against Nawaz Sharif: Fawad Chaudhry
-
Nawaz, others booked for ‘conspiring’ against Pakistan, state institutions
-
PM Imran Khan appoints Dr Waqar Masood as special assistant on revenue
-
NAB authorises probe against Amir Muqam, Fazlur Rehman, Capt (r) Safdar